ښرنه (پژواک، ٢٧ وږى ٩): د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د ريزرف کنډک مسوولين او سرتېري وايي چې لوړ پوړي امنيتي چارواکي ورسره سمتي چلند کوي.
دوى زياتوي چې د ګومل ولسوالۍ په ژغورنه کې يې تلفات ورکړل، خو يادو چارواکو ولسوالۍ له مقاومت پرته وسله والو طالبانو ته پرېښوده.
د ياد کنډک د اول بلوک قوماندان لومړي ساتنمن عبدالرحمن پژواک خبري ته وويل چې پر ګومل ولسوالۍ ۲۴ ورځې وسله والو طالبانو سخت بريدونه وکړل چې د مرستې لپاره يې د نورو امنيتي ځواکونو تر څنګ د ريزرف کنډک پرسونل هم ور ورسېد.
هغه وايي: ((ولسوالۍ ته په لاره د دغه کنډک قوماندان سمونوال غيور اندرابي په مرموز ډول ووژل شو، امنيتي ځواکونه ولسوالۍ ته ور سېدل، خو د زون د قوماندان او د پکتيکا د سرپرست قوماندان دادالله خان هوتک په امر يې ولسوالۍ له جګړه پرته وسله والو طالبانو ته پرېښوده چې دې چارې د دوی اندېښنې را پارولې دې.))
عبدالرحمن له حکومت څخه وغوښتل چې د دې موضوع د حل په موخه دې يو با صلاحيته پلاوی ولايت ته ولېږي، څو دا موضوع له نږدې وڅاري، پرته له دې د دغه کنډک تر سلو ډېر افسران او سرتېري د خپلو دندو پرېښودو ته چمتو دي.
د دغه کنډک د مخابرې امر دويم څارن محمد عيسى محمدي هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د کنډک قوماندان غيور هم په مرموز ډول وژل شوی.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د کنډک سرتېري ټول پر دې باور دي چې که د کورنيو چارو وزارت په دې اړه يو با صلاحيته پلاوى د موضوع څېړلو لپاره را ونه لېږي، دوی به دندې پرېږدي او خپلو کورنو ته به ولاړ شي.
د ياد کنډک يو بل افسر خدايداد هم پژواک ته وويل چې امنيه قومانداني او مسوولين دې سمتي چلند نه کوي او له قانون سره سم دې چلند وکړي.
هغه وايي، په دې کنډک کې ۵۶ افسران دي، د اوس لپاره دې د کارونو د تنظيم لپاره يو کس د سرپرست په توګه وټاکي او دا موضوع دې مرکزي اداره وڅېړي که ونه څېړل شي دوی به ۴۵ پوستې خوشې کړي او خپلو کورونو ته به ولاړ شي.
د پکتيکا سرپرست امنيه قوماندان داد الله خان هوتک پژواک ته وويل چې په ياد کنډک کې ټول د يوې سيمې سرتېري او افسران يو ځای شوي او نه غواړي چې کنډک ته د بلې سيمې قوماندان ورشي؛ ځکه يې پر اعتراض لاس پورې کړى دى.
د نوموړي په وينا، ولسوالۍ يې د ولايت د مقام او د امنيت شورا د پرېکړې په اساس خوشې کړې، دوى غواړي د لارې په اوږدو کې پوستې واچوي او دغه ولسوالۍ ټوله د دولت تر حاکميت لاندې راولي.
هغه زياته کړه چې د اوس لپاره يې د دغه کنډک لپاره يو کس د سليمان جان په نامه د سرپرست په ډول معرفي کړی او دې ستونزې ته يې تر ډېره د حل لار موندلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP