کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير ويلي، کابل کې شاوخوا درې مياشتې وړاندې يو چاودېدلى ټانکر چې له امله يې لسګونه کسان ووژل شول؛ له پاکستان اوښتى او له چاودنې وړاندې په يوه سفارت کې ساتل شوى و.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه موضوع د برېټانيا فايننشل ټايمز (Financial Times) ورځپاڼې ته څرګنده کړې ده.
د پاکستان لومړي وزير، د افغانستان پر وړاندې د امريکا د نوې ستراتېژۍ په اړه ويلي، چې دغه ستراتېژي له ابهام ډکه ده، جزييات يې معلوم نه دي او د رسنيو له لارې په دې اړه معلومات ترلاسه کوي.
عباسي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پاکستان د پخواني لومړي وزير نوازشريف له بې واکه کېدو وروسته د پاکستان د لومړي وزير په توګه ټاکل شوى، ويلي چې افغانستان کې له پوځي لارې د روانې جګړې حل او پر پاکستان ډېر فشار واردول؛ بې پايلې کار دى.
د پاکستان لومړي وزير ګواښ کړى، که چېرې امريکا پر پاکستان ډېر فشار وارد کړي نو پاکستان به د خپل هېواد له لارې امريکا ته د الوتکو او پوځي وسايلو د لېږد رالېږد اجازه ور نه کړي.
د پاکستان پوځ يوې سرچينې هم دغې ورځپاڼې ته ويلي، چې پاکستان به له امريکا سره په خپل هېواد کې د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو په برخه کې خپله همکاري ودروي او دغه کار به په افغانستان کې د امريکا جګړه لاپسې سخته کړي.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړې: "له امريکا چې موږ ته کوم سېګنالونه رارسيږي، د ابهام وړ دي، خو زموږ پيغام څرګند دى، موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ژمن يو او موږ دغې مبارزې ته دوام ورکوو او که چېرې امريکا د يوه تړون کوونکي هېواد په توګه له پاکستان سره خپلې اړيکې وځنډوي؛ دغه کار د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان هلې ځلې بې ارزښته کوي او زه ډاډمن نه يم چې دغه کار به امريکا ته کومه پايله ولري."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د پاکستان امنيتي ځواکونه له افغانستان سره د ګډې پولې په اړونده سيمه کې له محدوديتونو سره مخ دي، ويلي چې داسې احتمال هم شته چې په کابل کې د چاودېدونکو توکو ډک ټانکر به له پاکستان اوښتى وي.
دغه خونړۍ پېښه کې، چې د روان کال د غبرګولي مياشتې په لسمه نېټه په کابل کې د جرمني سفارت په اړونده سيمه کې رامنځته شوه، له ١٥٠ زيات کسان په کې ووژل شول او ٣٥٠ نور ټپيان شول.
عباسي ويلي: "زه د دې پېښې په ټولو جزيياتو نه پوهېږم، خو داسې ښکاري چې له پولې دې درې-څلور بريد کوونکي اوښتي وي او له هغه ځايه دې ټانکر کابل ته لېږدولى وي او له چاودېدو وړاندې دې په کوم سفارت کې درول شوى وي."
ياد لوړپوړي پاکستان چارواکي زياته کړې: "د دغه هېواد له ٢٥٠ زره زيات امنيتي ځواکونه له افغانستان سره پر ګډه پوله د جګړې په حال کې دي، خو پاکستان په دغو ټولو سيمو کنټرول نه لري او تر دې چې ځينې وسله وال د افغانستان له خوا هم پر پاکستان بريدونه کوي، کله چې د افغانستان پوځ او امريکايي ځواکونه دوى نه شي کنټرولولى، موږ يې کله کولى شو."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP