ښرنه (پژواک، ٢٩ وږى ٩٦): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ د امن په نوم کتابتون جوړ شو او په دې سره سلګونو ځوانانو ته د مطالعې زمينه برابره شوه.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د "مېلمه" مدني بنسټ مشر يعقوب خان منظور وويل چې دغه کتابتون يې پر خپل مالي لګښټ جوړ کړى چې د سيمې د فرهنګيانو له لوري ورته د امن نوم غوره شوى دى.
هغه وايي چې په دغه کتابتون يې يو ميليون افغانۍ مالي لګښت کړى خو د کتابونو په برخه کې يو شمېر فرهنګيانو او سوداګرو هم ورسره مرسته کړې ده.
د منظور د معلوماتو له مخې، په دې کتابتون کې څه د پاسه پنځه زره بېلابېل ټوکه کتابونه دي چې ځوانان کولاى شي د مطالعې لپاره استفاده ترې وکړي.
هغه زياته کړه: ((دغه کتابخانه په کمپيوټرونو او په نورو اړينو توکو هم سمبال ده نو ځوانان کولاى شي د مطالعې لپاره استفاده ترې وکړي.))
دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ياد کتابتون پر جوړېدو خوښ دي.
د ارګون اوسېدونکي نيک محمد مجاهد پژواک ته وويل: ((دا يو نېک ګام دى، ښه خبره ده چې کتابخانه جوړه شوه زه مطمين يم چې خلک به د دې کتابخانې په ليدو سره له مطالعې سره مينه پيدا کړي او دلته به د مطالعې لپاره راشي.))
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي سيف الله هم د مېلمه مدني بنسټ له چارواکو مننه وکړه چې په شخصي لګښت يې کتابتون جوړ کړى دى.
ده له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د کتابتون په ساتنه کې همکاري وکړي او ډېرى وخت د مطالعې لپاره ورشي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رييس امان الله خپلواک هم وويل چې د دغه شان کتابتونونو جوړېدل يو ښه فرهنګ دى.
ده وويل چې هر کال دوى د کتاب لوستنې لپاره کمپاينونه په لاره اچوي څو خلک له مطالعې سره مينه پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت وړاندې هم په ارګون ولسوالۍ کې د وحدت فرهنګي مرکز له لوري يو لوى کتابتون جوړ شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP