ژبه

د چین ولسمشر ښايي راتلونکې اونۍ شمالي کوریا ته سفر وکړي

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ښايي د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې شمالي کوریا ته سفر وکړي.

د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دغه سفر به په ممکنه ډول په نږدې وخت کې ترسره شي.

په راپور کې د یوې بلې حکومتي سرچینې له قوله راغلي چې د چین د امنیتي او تشریفاتي خدماتو یو پلاوی په وروستیو کې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ‌یانګ ته تللی و او ښايي شي جین‌پینګ د مې میاشتې په پای یا د جون په لومړیو کې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، شي جین‌پینګ چې تېره اونۍ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي وو، هڅه به وکړي چې د ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د یادونې ده، چین د شمالي کوریا مهم اقتصادي او سیاسي متحد بلل کېږي او دواړو هېوادونو هڅې پیل کړې دي هغه اړیکې بیا پیاوړې کړي چې د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال کمزورې شوې وې.

د شمالي کوریا مشر هم تېر کال بیجینګ ته سفر کړی و.