کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): ناټو په کابل کې د ټپي او معيوب ملکي او نظامي کسانو د درملنې لپاره د يوه ستر روغتيايي مرکز جوړولو اعلان کړى دى.
په کابل کې د ناټو سازمان د روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرکز د کابل په ملي نظامي روغتون کې جوړېږي.
سرچينې زياته کړې، پر دغه روغتيايي مرکز ٥٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي چې په کې به د ملکي او پوځي ټپيانو د فزيوتراتپۍ او نورو اړوندو برخو کې درملنه کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مرکز کې د درملنې تر څنګ به د طب ٢٠ ښځينه محصلينو ته د زده کړو او اوسېدو اسانتيا هم برابره شي.
ناټو ويلي چې دغه مرکز به د ٢٠١٩ په اوږدو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي کرنوليز زمرمان ويلي چې دوى له افغان حکومت سره په ګډه د افغان ځواکونو د پياوړتيا لپاره هر ډول همکارۍ ته ادامه ورکوي.
د هغه په وينا، د دغه روغتيايي مرکز جوړېدل له افغان ځواکونو او افغان حکومت سره د ناټو د همکاريو يوه بله بېلګه ده.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي چې دوى په روغتيايي برخه کې هم خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
نوموړي زياته کړه چې د افغان ځواکونو ښځينه او نارينه سرتېري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ ليکه کې دي او ډېرې قربانۍ ورکوي.
د هغه په وينا، د دغه روغتيايي مرکز په جوړېدو سره به افغان ځواکونو له ښو او پرمختللو روغتيايي خدماتو برخمن شي.
ناټو ويلي چې دغه روغتيايي مرکز د لګښت ډېره برخه کاناډا هېواد ورکړې ده.
login or register a new account.