محمود راقي (پژواک، ٨ تله ٩٦) : د کاپيسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله نهه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دويم کوهستان ولسوالۍ د جمال اغې په بازار کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.
د يوسفزي په وينا، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو د کاپيسا د ملکي روغتون يوه مسوول ډاکټر اغا شيرين پژواک اژانس ته وويل، روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ٨ ټپيان راوړل شوي دي.
د هغه په وينا، کېداى شي يو شمېر ټپيان د پنجشېر اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي وي.
د دويم کوهستان د جمال اغې د بازار يو تن دوکاندار احمد شبير پژواک ته وويل، يو شمېر ټپيان محمود راقي او ځينې پنجشنېر ته ولېږدول شول.
خو د والي وياند قيس قادري وايي، په دغه چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن