کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٦): د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې خپلې بنګله دېشۍ سيالې لوبـډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٩ کلنو ملي لوبډله نن خپله درېيمه يوه ورځنۍ لوبه د بنګله دېش له ١٩ کنې لوبډلې سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه چې د بنګله دېش لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله يې په ٧٥ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ٧٦ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري نوين الحق درې، طارق ستانکزي دوه، يوسف ځاځي، مجيب ځدراڼ او عصمت الله عمرزي يو يو لوبغاړى وسوځول.
هوتک وايي چې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ په اتلسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
نوين الحق د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د دې لوبې په ګټلو سره د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ يو، يو مساوي شوه.
تر دې مخکې لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلې وه او دويمه لوبه د باران له امله بې پايلې پاتې شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن