ژبه

په امریکا کې د افغانستان سفارت د مولانا جلال الدین محمد بلخي یادغونډه وکړه

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٦): په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له خوا د ستر شاعر مولانا جلال الدين محمد بلخي د زوکړي ٨١٧مه کاليزه ونمانځل شوه.

په همدې موخه د سفارت په انګړ کې په نیول شوو مراسمو کې پر ګڼ شمېر نورو مېلمنو سربېره، په افغانستان او عراق کې د متحدو ايالتونو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد، په واشنګټن کې د هند سفیر ارن سینګ او د هنر او ادب یو شمېر مینه والو برخه اخیستې وه.

په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب غونډې ته وويل چې د مولانا کلام سوله، مينه، يووالی او همغږي بيانوي او پيغام ته يې نن تر بل هر وخت زياته اړتیا لیدل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم یو شمېر افغانان نالوستي دي، خو د مولانا او نورو شاعرانو شعرونه په علاقمندۍ وايي او اوري.

د هغه په وينا، افغانستان د نړۍ په کچه مشهور شاعران لري او ان یو شمېر افغان پاچاهان او نوموتي جنګیالي شاعران او لیکوالان وو.

د مولانا له اشعارو د نړۍ په کچه ډېر شمېر کسانو الهام اخیستی او د اوسني عصر شاعرانو له کلام څخه هم د مینې، زغم او یووالي بوی راځي.

په کابل کې د امريکا پخواني سفير زلمي خلیلزاد وویل، که څه هم ډېر خلک چې د افغانستان نوم اوري نو جګړه او تاوتریخوالي ذهن ته ورځي، خو موږ یو بل افغانستان هم لرو چې ډېر لرغونی تاریخ لري او مولانا د همدغه تاریخ یوه وتلې څیره ده.

هغه له افغان سفارت څخه مننه وکړه چې د دې ډول ورځو په نمانځلو د هغه افغانستان يادونه کوي چې معرفي يې حتمي ده.

نوموړي د دې ډول غونډو اثر پر نوو ځوانانو ډېر مثبت وباله او ویې ویل ځوانان یواځې د اوسنيو شرایطو په اړه پوهېږي خو پر دې باید خبر کړای شي چې د یوه لرغوني او لوی تمدن برخه دي او ډېر له ویاړه ډک میراثونه لري او همدا شتمني باید دوی ته ډاډ ورکړي چې لوی کارونه کولای شي او د یوه ودان افغانستان لپاره چې بریا یې حتمي ده کار وکړي.

د حامد نوید په نامه يوه افغان لیکوال وويل چې مولانا د خپل وخت یو نابغه او د بشر ویاړ و چې شاوخوا اته سوه کاله وړاندې یې د انسانیت او د هغې روښنايي په اړه خبرې وکړې چې دوى په خپل روح کې ورته رسېږي.

مولانا جلال الدین محمد بلخي په ۶۰۴ هجري قمري کال کې په بلخ ولایت کې وزېږید. پلار یې بهاءالدین نومېده چې د هغه وخت له وتلو علماوو او صوفیانو څخه و او د هغې خوابدۍ له امله چې د ده او د سلطان محمد خوارزم شاه تر منځ راغله، له بلخه ووت او قونیې ته ولاړ.

مولانا د پلار له مړینې وروسته د برهان الدین محقق ترمذي تر نظر لاندې زده کړې وکړې او په ۶۷۲ هجري قمري کې په قونیه کې ومړ. د هغه له مشهورو اثارو څخه مثنوي، دېوان غزلیات یا کلیات شمس، رباعیات، مکتوبات، فیه مافیه او مجالس سبعه یادولای شو.