ژبه

په خوست مېشتو وزيرستاني کډوالو د ژمنيو مرستو غوښتنه وکړه

خوست ښار( پژواک، ۱۸ تله ۶۹): د خوست په سپېره ولسوالۍ کې مېشت وزيري کډوال له افغان دولت او مرستندويه سازمانونو څخه غوښتنه کوي، چې د ژمي لپاره د سون موادو او تودو جامو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سپېره د خوست ولايت غرنۍ سيمه ده او د هېواد له سړو سيمو څخه ګڼل کېږي. دا مهال د خوست د نورو سيمو ترڅنګ په سپېره ولسوالۍ کې هم سلګونه وزيرستاني کډوالې کورنۍ مېشتې دي.

وروسته له هغه چې پاکستانيو ځواکونو د ډيورنډ کرغېړنې کرښې پورې غاړه وزيرستان کې عمليات پيل کړل، زرګونه کورنۍ خوست او پکتيکا ولايتونو ته راکډې شوې .

وزيري کډوال ګل نواز خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر نورو اړتياوو سربېره د راروان ژمي لپاره د سون موادو او د پوښاک له اړخه هيڅ چمتووالی نه لري او نه هم چا ورسره مرسته کړې ده.

ده وويل، چې که نړيوالې مرسته کوونکې ادارې او افغان دولت يې غږ وانه وري، په ژمي کې به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، ځکه د ده په وينا پخوا ورکړل شوې خيمې يېهم له کاره لوېدلې دي.

ګل نوازخان زياته کړه: ((کله چې د پسرلي په موسم کې ځدراڼ نورو سيمو ته لاړ شي، موږ د دوی په کورونو کې اوسېږي، خو له دې وروسته ځدراڼ خپلو کورونو ته راځي او موږ بيا په خيمو کې ژوند کوو)).

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملياتو له کبله شاوخوا دوه سوه زره وزيرستاني کډوالو خوست ته او پکتيکا ولايتونو ته پناه راوړه، د افغان دولت او نړيوالو مرسته کوونکو سازمانو له لوري يې په پريمانه مرستو هرکلی وشو.

خو کډوال قديم وزير پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د بهرنيو مرستندويه سازمانونو مرستې په نشت حساب دي او خپلو ماشومانو ته د زده کړو، روغتيا او په ځينو نورو برخو کې اسانتياوو ته جدي اړتيا لري.

نوموړي وويل: ((موږ حکومت نه وغوښتل چې موږ ته پاملرنه وکړي، بيا دوی راته وويل چې ددغې سيمې امنيتي وضعيت ښه نه دی. نو زموږ ماشومان له زده کړو بې برخې دي او خلک مو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري)).

د تېرو څو مياشتو راهيسې چې وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوې،زرګونه کورنۍ له ډيورنډ کرښې اوښتې دي، خو د مسوولينو په وينا اوس هم په خوست کې شاوخوا ۱۰ زره ثبتشوې کورنۍ پاتې دي.

په همدې حال کې د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس محمدهاشم حليم پژواک اژانس ته وويل،  چې د يادو کډوالو ستونزې يې څېړلي او د حل لپاره يې له خپلو امکاناتو کار اخلي.

محمد هاشم زياته کړه: ((په ګلان کمپ کې د يو اېن اېچ سي ار دفتر هره اوونۍ د شکاياتو ليکلو لپاره کېني، خو زه نه پوهېږم چې دوی څنګه د موادو د نه رسېدو شکايت کوي. د ژمنيو مرستو لپاره مو له يو اين ايچ سي ار سره پلان جوړ کړی او دوی ته به مرستې ورسېږي)).

وزيرستاني کډوال د مهاجرت پر نړيوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر عالي کمېشنرۍ هم غږ کوي، چې له دوی سره خپلې د اړتيا وړ مرستې د پخوا په څېر پراخې او دوامداره وساتي.