کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٦): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي چې پخوا يې پر طالبانو اغېز ډېر و، خو اوس یې پالنه بل څوک کوي او د دوی له واکه وتلي دي.
دغه راز نوموړي منلې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير اسلام اباد ته د سفر پر مهال ورته د ٧٥ ترهګرو لېست سپارلى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن وړمه ورځ د څلورو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره يې ليدلي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف پرون د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د سفر او له هغه سره د خبرو اترو په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه: ((امريکا موږ ته د ٧٥ ترهګرو لېست سپارلى، پاکستان د امريکا کالوني نه ده چې هره خبره به يې منل کېږي.))
د نوموړي په وينا، د يادو ٧٥ کسانو په نوملړ کې د حقاني ډله په سر کې ده، خو د حافظ سعيد نوم په کې نشته.
حافظ سعيد د پاکستانۍ وسله والې ډلې مشر دى چې هندوستان ته پر خونړيو ترهګريزو بريدونو تورن او مطلوب دى.
هندوستان وايي چې په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د حافظ سعيد په مشرۍ د هغه مهال لشکر طيبه پر بمبۍ خونړي بريدونه کړي وو چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژبله اوښتې وه.
د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف مشرانو جرګې ته وويل چې پر امريکا تر بريدونو وروسته پاکستان د امريکا ډېرو غوښتنو ته غاړه کېښوده.
هغه زياته کړه: ((امريکا به موږ ته لېستونه راکول، موږ به کسان نيول او پر هغوى مو خرڅول.))
د يادونې ده، په پاکستان کې د افغان طالبانو پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم په خپل کتاب کې ليکلي چې پاکستان به د ډالرو په بدل کې پر امريکا طالبان او نور وسله وال پلورل.
ملا ضعيف چې په اسلام اباد کې برحاله سفير و، د پاکستان له خوا لاس تړلى امريکا ته سپارل شوى و چې په ګوانتانامو کې تر څو کلونو بند وروسته بېرته خوشی شو.
login or register a new account.