Language

د جمعيت ګوند يو قوماندان په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

تعقيبي-مزارشريف (پژواک، ١٨ لړم ٩٦): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ځانمرګي بريد له امله پخوانى ولسوال او د جمعيت ګوند قوماندان وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.

دغه بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د مزارشريف ښار سوېل لور ته د شاديان دروازې په سيمه کې شوى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د دغه ولايت د مارمول پخوانى ولسوال او د جمعيت ګوند قوماندان حاجي عبدالغني وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد منصور پژواک ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د حاجي غني په نوم پر یوه قومي مشر شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې حاجي غني وژل شوى او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.