لښکرګاه- محمودراقي (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې په کاپيسا او هلمند ولايتونو کې د يو مهم قوماندان په ګډون لسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته امريکايي ځواکونو د سنګين ولسوالۍ د کمپ خالد په سيمه کې د وسله والو يو موټر په نښه کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې په موټر کې ناست شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوى وسلې، مهمات او موټر له منځه وړل شوي دي.
افغان وايي چې په وژل شوو کې د طالبانو يو مهم قوماندان ملا جبار هم شامل دى.
خو طالب وياند قاري يوسف بيا ادعا کړې چې وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې د سيمې قومي مشران وو.
ازادو سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې له امله څلورو وسله والو مخالفينو مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدایوب یوسفزي پژواک اژانس ته وویل چې پرون وسله والو مخالفينو د پخواني جهادي قوماندان عبدالحکیم اخند زاده پر کسانو برید کړی و چې په ځوابي بريد کې درې وسله وال ووژل شول او يو يې ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه چې ټپي وسله وال د پوليسو له خوا تر نيول کېدو وروسته کابل ته د درملنې په موخه لېږدول شوى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP