ژبه

پکتيا کې د لوړ ولور له امله ډېری پېغلې او ځوانان تریخ او کړاوه ډک ژوند تېروي

ګردېز (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): لوړ ولور د پکتيا په ګډون په ګڼو ولايتونو کې لا هم يو ناوړه ټولنيز دود دی چې د ځوانانو او پېغلو ژوند يې له کړاوونو سره مخ کړى دى.

د پکتيا د ښځو چارو اړوندې ادارې هم دا خبره کوي او وايي، سره له دې چې ټول د دغه دود پر ناوړه پايلو پوه دي خو بیا یې د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي.

د افغان ښځو شبکې غړې هم د مېرمنو د ټولنيزو ستونزو په لړ کې لوړ ولور يوه لويه ستونزه او د نجونو او مېرمنو د ژوند خرابېدو لوی لامل ياد کړل او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.

د يادې شبکې مشره زرغونه همت وايي چې د لوړ ولور له امله ځوانان او نجونې پر خپل وخت ګډ ژوند نه شي جوړولی چې له امله يې ځواني تېرېږي او هلک په مزدوري او نجلۍ د پلار په کور د واده په تمه ان کلونه انتظار کوي.

همت وويل چې ځوانان د ولور پيسو د پوره کولو لپاره سختو کارونو او د بهرنيو هېوادونو مسافريو ته ملا تړي چې له امله يې ګڼ ځوانان په لارو کې مړه کېږي او ډېر نور يې پر نشو اخته شوي دي.

دې وويل: ((د لوړ ولور يو علت اقتصادي ستونزې دي، يوه کورنۍ خپله خور يا لور د ډېرو پيسو په بدل کې ورکوي، بل علت ناپوهي ده، پر دې بايد پوه شي چې ولور غير اسلامي کار دی، زموږ د اسلام په مقدس دين کې مهر معلوم دی او بل دا چې د دواړو خواوو خوښه هم شرط ده.))

د پکتيا د ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل هم د دې ټولنيزې ننګونې ناوړه پايلې يادوي او وايي، هغه نجونې چې د ډېرو پيسو په بدل کې وديږي، له واده وروسته د همدې لوړ ولور له امله له تاوتريخوالي سره مخ کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.

اورياخېل وويل: ((يو څوک په سعودي او نور ملکونه کې کلونه تېروي او ولور پيدا کوي، کله چې بيا دا نجلۍ وديږي هم، له واده وروسته د ډېرو پيسو له امله له کورني تاوتريخوالي سره مخ کېږي چې ته خو موږ د پيسو به مقابل کې اخيستې يې، دا د پېغلو، ځوانانو او ټولو پکتياوالو لپاره ځوروونکی مشکل دی.))

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکې او د پکتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله نجما وايي چې د لوړ ولور له امله نجونې او ځوانان د ځوانۍ له خوند او په مناسب عمر کې د اولاد له درلودو بې برخې کېږي او ځوروونکې پايلې يې د عمر تر پايه ګوري.

نوموړى وايي: ((د واده عمر معلوم دی او په اسلام کې دا هم واضح ده چې که هلک او جينۍ په خپل مشخص عمر کې واده نه شي، نو والدين او مشران يې مسوول او ګناهګارېږي؛ ځکه کېدی شي هغوی د ګناه مرتکب شي.))

د عبدالله په نوم د پکتيا يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د ولور لپاره يې په سعودي عربستان کې کلونه تېر کړي او په داسې حال کې چې دلته يې واده و، خپله په سعودي کې مسافر و.

ده وويل: ((ډېر زيات بد رواج دی، ډېر ځوانان دي چې زموږ په شان يې عمر مسافريو وخوړ، داسې ځوانان هم پېژنم چې د ولور له امله زاړه شول او له ودونو پاتې دي، نجونې هم همداسې. دا د اسلام له نظره مردود کار دی.))

login or register a new account.