ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د مامورينو د ښارګوټي کارونه رسما پيل شول

په پکتيا کې د مامورينو د ښارګوټي کارونه رسما پيل شول

author avatar
25 Nov 2017 - 17:45
په پکتيا کې د مامورينو د ښارګوټي کارونه رسما پيل شول
author avatar
25 Nov 2017 - 17:45

ګردېز (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦) : له اوږده انتظار وروسته د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د مامورينو ښارګوټی پرانيستل شو او چارې يې پيل شوې، خو قومي دعوه يې لا هم ناحل پاتې ده.

مسوولين وايي، ياد ښارګوټی د بنوزيو په سيمه کې په درې زره دوه سوه او پنځوس (۳۲۵۰) جريبه ځمکه کې جوړيږي، چې امنيتي ځواکونو، معلولينو او ښوونکو ته به په کې د استوګنې نومرې ووېشل شي.

ددې پروژې د کار د پيل پر مهال د خلکو لسګونه هغه کورونه ونړول شول چې د چارواکو په خبره په غير قانوني ډول په دې سيمه کې جوړ شوي و.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ځمکه له بنوزيو قوم سره کلونه دعوې او لانجې شوې، خو اوس يې په اړه عملي اقدام کړی او د امنيتي ځواکونو ټپيانو، د شهيدانو کورنيو او ښوونکو ته به په کې ځمکه ورکړل شي.

هغه زياته کړه، ددې ځمکو وېش به ډېر ژر پيل شي او ټينګار کوي چې ټولې هغه دولتي ځمکې به بېرته راوګرځوي، چې په بېلابېلو سيمو کې د مختلفو کسانو له خوا غصب شوې دي.

کټوازي د يادې ځمکې په اړه له بنوزيو قوم سره د دعوې په اړه وويل:((که د چا دلته حق کېده، له قانون سره سم به ورته ځمکه يا پيسې ورکړو او که يې حق نه و، نه يې ورکوو. د دې ښارګوټي پلان ډېر پخوانی دی، ان شپږ کاله مخکې يې ځينې ښوونکو پيسې هم تحويل کړې او سنګ کارۍ يې کړې وې.))

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد وايي چې د دې ځمکې د وېش پلان په ۱۳۸۳ کال کې جوړ شوی و او په ۱۳۸۶ کې يې ۱۷۰۰ نومرې هم وېشل شوې وې، خو د بنوزيو قوم له مداخلې او قومي دعوې وروسته يې د وېش لړۍ درېدلې او د ځينو ښوونکو او مامورينو له خوا شوې سنګ کارۍ هم ورانې شوې دي.

خالد  زياته کړه :((په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کال کې چې د ځمکې د موضوع د حل لپاره کوم هيئتونه ټاکل شوي و، بنوزي دلته ۱۷۷ جريبه ځمکه لري، خو دعوه يې د ټولې دښتې او زياتې ځمکې کړې ده؛ خو اوس موږ وتوانيدو چې دلته عملي کار پيل کړو.))

خو د سيمې خلک د ښارګوټي په پرانيسته او د دوی کورونو په ورانولو غوسه دي او وايي چې دا ځمکه د دوی ملکيت دی.

د بنوزي د قومي شورا مشر حاجي جانه مير پژواک ته وويل چې ځمکه د دوی ده، له پخوا وختونو يې دلته کورونه جوړ کړي او ځمکې يې ابادې کړې دي.

جانه مير نيوکه کوي چې د ځمکې د موضوع د حل لپاره خبرې روانې وې، خو پرته له دې چې کوم تفاهم ته ورسيږي، په زور يې کورونه وران شوي دي.

دوی ګواښ کوي چې هيچا ته به د ابادي اجازه ورنه کړي:((دا درسته ده چې دښتې او غرونه سلطاني دي، خو له تېرو څلوېښتو کلونو چې خلکو مهاجرتونه کړي، دا شاړې شوې، کنه شاړي نه دي، اوس هم ويالې او کاريزونه شته او درښيم يې. دوی ۱۷۷ جريبه هغه ځمکه يادوي چې غنم پرې ولاړ دي. اشرف غني دې امر راکي، تړلي کورونه به ورته پرېږدو او بل چېرته به لاړ شو، دا ظلم دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.