Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“افغان سیاستوال باید د پردیو د ګټو لپاره ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي”

مزارشريف (پژواک، ۷ ليندۍ ۹۶): افغان سياسيون بايد د نورو د ګټو خونديتوب په خاطر ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي.

دغه څرګندونې د ليندۍ په ۷مه د بلخ ولايتي شورا وکيلانو او يو شمېر مدني فعالان په هغې ناسته کې مطرح شوې چې د محمد محقق له وروستيو څرګندونو سره يې اړخ لګاوه.

د نجات افغانستان مهم غړي او د اجرائيه رياست مرستيال محمد محقق په دې وروستيو کې په ايران کې د فاطميون ډلې چې په سوريه کې د ايران په نيابت د داعش پر ضد جګړه کوي، په ملاتړ څرګندونې کړې وې.

د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد ابراهيم خير اندېش افسوس ښکاره کړ چې لا هم په افغانستان کې داسې خلک شته چې د پرديو ګټو لپاره کار کوي.

نوموړي زياته کړه: ((افسوس دی چې د پيسو او امکاناتو په خاطر موږ ځيني اشخاص د قومونو تر منځ د پرديو نيابتي جګړو ته لمن وهي.))

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست د محقق خبرو ته په اشارې سره وويل چې دغه ډول څرګندونې په لومړي نه، بلکې له دې وړاندې هم افغان سياستمدارانو د نورو د ګټو پاللو په موخه داسې خبرې کړې دي.

نوموړي پړه پر بهرنيو چارو وزارت واچوله چې د کمزورې پاليسۍ له امله يې افغان سياسيون د ورته خبرو کولو جرئت کوي.

د ولايتي شورا وکيل صالح محمد مرادي بيا ډاډ څرګند کړ چې افغانان نور په دې ډول خبرو نه غولېږي.

نوموړي زياته کړه چې دوی به هغه چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د ګټو خلاف کار وکړي.

 

د يو بل خبر له مخې، د طالبانو د جلا شوې ملا رسول ډلې د عالي شورا پخواني غړي مولوي عبدالرحمن نيازي هم د محقق څرګندنې غندلې دي.

د هغه له خوا په يوه خپره شوې بيانه کې راغلي چې د محقق له څرګندونو سره افغانستان هم د عراق او سوريې پر برخليک اخته کېداى شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.