ژبه

مکسیکو کې یوه نندارتون کې د اورلګېدنې له امله پنځه کسان مړه شوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 8, 2026 - 9:06 am

Views: 33

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): د مکسیکو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په سوېل‌ختیځ کې د تاباسکو ایالت د مرکز ویاهرموسا ښار په یوه نندارتون کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د پنج‌شنبې په سهار هغه مهال رامنځته شوې چې د موسیقۍ یو کنسرت روان و او زرګونه کسانو پکې ګډون درلود.

په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې لسګونه کسان داسې مهال له سیمې تښتېدل چې تور لوګي د سیمې اسمان پوښلی و.

د تاباسکو ایالت والي خاویر مای د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې ځیني مړه شوي کسان د نندارتون غرفه‌لرونکي وو چې ونه توانېدل پر وخت سیمه پرېږدي.

هغه همداراز ویلي چې د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې او زیانمنو سوداګرو او کاروبارونو ته د اقتصادي مرستو پلان هم تر لاس لاندې نیول شوی دی.