ژبه

تازه خبرونه
د پکتيا خلک: د سړې هوا له امله دې د روانو پروژو چارې ودرېږي

ګردېز (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٦): د پکتيا اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولايت په مرکز او نورو سيمو کې د روانو پروژو د کار د کيفيت په اړه اندېښنه ښي او وايي چې که د دې پروژو کارونه ونه درول شي نو سړه هوا به يې نور هم کيفيت خراب کړي.

دوی له اړوندو ادارو او د ولايت له مقامه غواړي چې دې مهمې مسئلې ته پام وکړي او د چارو کيفيت دې په جدي ډول په نظر کې ونيول شي.

مدني فعال سيدالرحمن ويال د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې هم هغو پروژو هېڅ دوام ونه کړ چې چارې يې په سړه هوا کې بشپړې شوې وې.

ويال وويل: ((په پکتيا کې بايد روانې پروژې د کيفيت د ښه والي لپاره ودرېږي؛ ځکه ډېر يخ دی او که کارونه دوام وکړي، په دې ودانيو او جوړ شوو ځايونو کې ژر مشکلات پيدا کېږي؛ ځکه اصلاً يې کار په اصولو برابرو نه وي شوی.))

د ګردېز اوسيدونکی زر ولي خان وايي چې د تجربو له مخې د ژمي په موسم کې تر سره شوي کارونه ناسم او جوړې شوې ودانۍ ژر بيا رغونې او ترميم ته اړتيا پيدا کوي.

خان وويل: ((په تېرو کلونو کې هم دغسې پروژې په ژمي کې پيل شوې او کار يې په يخ موسم کې شوی، که اوس ورشئ او ويې ګورئ غټ مشکلات لري، چې موږ نه غواړو نورې پروژې د تېرو کلونو په څېر هغسې له ستونزو سره مخ شي، نو ځکه يې بايد کارونه بند شي.))

دغه راز د رباط ځوانانو ټولنې مشر محمدعيسی صادق نيوکه کوي چې د پروژو کارونه موسم ته په کتو په مناسب وخت کې نه کېږي او عملي چارې يې هغه وخت پيلېږي چې هوا په سړېدو شي.

صادق وايي چې د کېدونکو کارونو پلان او ډيزاين بايد په ژمي موسم کې جوړ او د پسرلي په پيلېدو يې عملي چارې پيل شي څو په سم ډول او با کيفيته ترسره شوې وي.

نوموړي وويل: ((قير ريزي، سمنټ او هېڅ کوم بل کار سم نه کېږي، که څوک يې کوي هسې به ځان ترې خلاصوي او غواړي سترګو ته خاورې وشيندي. دلته چې د کار وخت وي، دوی ايله پلان جوړوي او کار نه وي، خو چې هوا يخه شي، کارونه شروع شي، دا پر کيفيت بېخي بد تاثير کوي.))

خو د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې د کار کولو ورځې لا هم شته، دوی يې په اړه جدي دي او وروسته له هغه به يې چارې دروي چې مسلکي انجنيران يې په اړه دا ډول نظر ورکړي.

حسرت وويل: ((موږ د پروژو په مراقبت کې جدي يو او هوا په هغه کچه سړه نه ده چې د کار مانع وګرځي؛ تر دې مهاله مسلکي انجنيرانو موږ ته دا نظر نه دی راکړی چې د روانو پروژو کار دې ودرول شي او که کله يې هم نظر راکړ، موږ يې کارونه دروو، تر هغو بايد روان وي.))

ياده دې وي چې اوسمهال د اړوندو ادارو د اطلاعاتو پر اساس د پکتيا د هوا درجه هره ورځ له صفر ټيټه وي.

login or register a new account.