کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره پر سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو او مبارزې ټينګار کړى دى.
لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي دغه څرګندونې پرون د هندوستان د بهار ايالت په ګيا ښار کې له پوځي روزنيز مرکز څخه د افغان او هندي افسرانو او سرتېرو د فراغت مراسمو ته کړې دي.
هغه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او له افغانستان سره د هندوستان له مرستو او همکاريو مننه وکړه او پر پاکستان يې کلکې نيوکې کړې دي.
جنرال يفتلي ويلي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو کړۍ افغان طالبان په خپله ګټه کاروي او له نورو ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز ترهګرو ته پر ماتې ورکولو د ټينګار تر څنګ ويلي، که مخه يې ونه نيول شوه، د سيمې نورو هېوادونو ته هم غځيږي.
هغه زياته کړې: ((د سيمې او نړۍ ثبات د افغانستان له سولې سره تړاو لري.))
جنرال يفتلي له هندوستان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو سرتېرو او افسرانو ته يې د روزنې زمينه برابره کړې ده.
login or register a new account.