ژبه

جنرال يفتلي: د سيمې او نړۍ ثبات  د افغانستان له سولې سره تړلی

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز  د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره پر سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو او مبارزې ټينګار کړى دى.

لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي دغه څرګندونې پرون د هندوستان د بهار ايالت په ګيا ښار کې له پوځي روزنيز مرکز څخه د افغان او هندي افسرانو او سرتېرو د فراغت مراسمو ته کړې دي.

هغه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او له افغانستان سره د هندوستان له مرستو او همکاريو مننه وکړه او پر پاکستان يې کلکې نيوکې کړې دي.

جنرال يفتلي  ويلي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو کړۍ افغان طالبان په خپله ګټه کاروي  او له نورو ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل چې د  بين الافغاني مذاکراتو لپاره له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز ترهګرو ته پر ماتې ورکولو د ټينګار تر څنګ ويلي، که مخه يې ونه نيول شوه، د سيمې نورو هېوادونو ته هم غځيږي.

هغه زياته کړې: ((د سيمې او نړۍ ثبات  د افغانستان له سولې سره تړاو لري.))

 جنرال يفتلي له هندوستان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو سرتېرو او افسرانو ته يې د روزنې زمينه برابره کړې ده.

login or register a new account.