کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال وايي چې دواړه هېوادونه له يو ډول دښمن او ترهګرۍ سره مخ دي.
هغه پرون اسلام اباد ته نږدې د ټېکسلا له موزيمه تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې افغانستان او پاکستان بايد د ترهګرۍ پر ضد او د سولې لپاره ګډه مبارزه وکړي.
زاخېلوال ويلي چې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ښه والى او بدوالى راځي، خو دا پر ولسونو هېڅ اغېز نه کوي.
د افغانستان سفير زياته کړې چې اوسنۍ تربګنۍ لنډمهالې دي او هيله يې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې شي.
د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ اړيکې څوک نه شي پرې کولى او دا اړيکې بايد نورې هم پياوړې شي.
ډاکتر زاخېلوال وايي چې د پاکستان په بورسونو راغلي افغان محصلين د دواړو هېوادونو د اړيکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولى شي.
login or register a new account.