ژبه

زاخېلوال: کابل او اسلام اباد بايد د ترهګرۍ پر ضد او سولې لپاره ګډه مبارزه وکړي

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال وايي چې  دواړه هېوادونه له يو ډول دښمن او ترهګرۍ سره مخ دي.

هغه پرون اسلام اباد ته نږدې د ټېکسلا له موزيمه تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې افغانستان او پاکستان بايد د ترهګرۍ پر ضد او د سولې لپاره ګډه مبارزه وکړي.

زاخېلوال ويلي چې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ښه والى او بدوالى راځي، خو دا پر ولسونو هېڅ اغېز نه کوي.

د افغانستان سفير زياته کړې چې اوسنۍ تربګنۍ لنډمهالې دي او هيله يې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې شي.

د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ اړيکې څوک نه شي پرې کولى او دا اړيکې بايد نورې هم پياوړې شي.

ډاکتر زاخېلوال وايي چې د پاکستان په بورسونو راغلي افغان محصلين د دواړو هېوادونو د اړيکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولى شي.

login or register a new account.