کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د کرکټ لوبډلې د ورزشي خبريالانو د سازمان لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د دغه سازمان يو تن مشر واصل وصال د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرکټ دا دوولس اووريزه لوبه نن تر غرمې مخکې د ملي اردو په ښوونيزه اکاډمۍ کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، د لوبې پچه د ورزشي سازمان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه .
د وصال په وينا، د سازمان لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره دهوايي ځواکونو لوبډلې ته د ۷۷ منډو هدف وټاکه.
دى وايي، د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو کرکټ لوبډلې ياد هدف د لوبې په شپږم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د هوايي ځواکونو لوبغاړى عبدالقاسم غوره لوبغاړى وټاکل شو چې د خپلې لوبـډلې په ګټه يې ٤٥ ناسوځېدلې منـډې جوړې کړې.
ددې لوبې د پاى په مراسمو کې د ملي اردو د ښوونيزې اکاډمۍ مشر پوهنمل بريد جنرال ارکانحرب محمد صادق او د يادې اکاډمۍ د بدني روزنې او سپورټ امر ډګروال استاد محمد اشرف تقدير او د ورزشي خبريالانو د سازمان غړو برخه اخيستې وه.
په دې مراسمو کې ګټونکې لوبـډلې او د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.
ارکانحرب محمد صادق تر لوبې وروسته پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دا ډول لوبې ترسره کول ګټور اقدام وباله او ژمنه يې وکړه چې دا ډول لوبو ته به ادامه ورکړي.
د ورزشي خبريالانو د سازمان غړي فريد الله محمدي له ملي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ وويل، دا ډول لوبو سره له ملي ځواکونو سره د خلکو مينه زياتېږي او ځواکونو ته روحيه ورکول کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن