کندهار (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۶): په کندهار کې سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو له حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې ډېرې ویناوې په کې د حکومت او ولسمشر پر لاسته راوړنو او د نظام پر ملاتړ ورټولې وې.
د کندهار یوه مدني فعال احمد شاه سپر غونډې ته په خپله وینا کې وویل، د تاریخ په اوږدو کې بهرنیو دښمنانو تل د خپلو کورنیو غلامانو په وسیله د نظامونو پر وړاندې دسیسې جوړې کړي او دا لړۍ روانه ده.
هغه زیاته کړه، ځینې کړۍ چې د اوسني نظام د لا ټینګښت او اصلاح لپاره کار وکړي، بر عکس ستونزې جوړوي.
د ده په خبره، هغوی چې د اوسني دولت پر ټولو لاسته راوړنو سترګې پټوي، ړانده او کاڼه دي.
دی وايي، تر هغه چې د ولسمشر د واک قانوني موده نه وي پوره شوې، په نیمايي کې د هغه یا د حکومت ناکام بلل ناسم قضاوت دی.
نوموړي وویل، اوسنی حکومت د ډېرو ستونزو تر څنګ ډېرې لاسته راوړنې لري چې د سلما بند، ټاپی او کاسا زر پروژې، د حلقوي سړک د پاتې برخې د کار پیل، د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره هڅې، له حزب اسلامي سره سوله، د فساد پر ضد په مبارزه کې د لوړپوړو کسانو محاکمه او نورې یې ښې بېلګې دي.
په کندهار کې د سولې شورا یو غړي محمد عمر ساطع وویل، له نظام سره مخالفتونو تل خلک بدمرغیو، جګړو او بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
ده ټینګار وکړ چې له نظام سره د مخالفت پر ځای باید د نظام د تقویې او اصلاح لپاره هڅې وشي، ځکه دا نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې راغلی دی.
هغه هم د حکومت له ځینو لاسته راوړنو یادونه وکړه چې د تجارت په برخه کې یې پر پاکستان د افغانستان تکیه کمه کړې او پر ځای یې له چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریز تړونونه کړي دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې اوسنی حکومت توانېدلی فعاله سیاسي ستراتېژي جوړه کړي چې په نړیواله کچه یې ملاتړ خپل کړی دی.
نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې د موجوده نظام د تقویې لپاره کار وکړي څو په دې توګه ملي وحدت او سولې ته لاره هواره شي.
login or register a new account.