محمود راقي (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د ١٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت په کاپيسا ولايت کې د يوه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
ددې سړک د جوړولو د کار پرانيسته، د ليندۍ په ٢٢مه، د فوايد عامې وزير يما ياري له خوا د ولايت په مرکز محمود راقي کې وشوه.
ياري وويل، دا سړک د ولايت له مرکز څخه د نواباد تر غرنۍ سيمې پورې غځېدلى چې ١٢ کيلو متره اوږدوالى او ٦ متره سور لري.
د فوايد عامې وزير وايي، پر دې سړک ١٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې داړونده وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېـږي.
هغه زياته کړه، ددې سړک چارې به په يوه کال کې بشپړې او د جوړولو پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
نوموړي د کاپيسا خلکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکو څو مياشتو کې به د ولايت په مرکز کې د ميرمسجدي خان د څلور لاري ترڅنګ د څلورو نورو سړکونو د جوړولو چارې پيل شي.
د کاپيسا والي عبداللطيف مراد د يادې پروژې په پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ددې سړک له جوړېدو سره به د لرې پرتو غرنيو سيمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
د دې ولايت د فوايد عامې رييس انجنير ادريس اميرزاده پژواک اژانس ته وويل، د دې سړک په اوږدو کې به ٣٠ پولګوټي هم جوړ شي.
هغه زياته کړه، له دې سړک څخه د سمې څارنې ترڅنګ هڅه کوي چې په ټاکلې موده کې يې چارې بشپړې شي.
د نواباد سيمې يو تن اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل، د سړک د خرابوالي له امله دوى په وخت سره خپل ناروغان روغتونونو ته نه شواى رسولى.
هغه د سړک په جوړولو خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه چې د سيمې خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP