ژبه

د ا فغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه پيل شوه

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): د افغانستان، پاکستان او چين  د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه پيل شوه.

دا غونډه نن (د مرغومي ٥مه) د چين د بهرنيو چارو وزارت په کوربه توب د دغه هېواد په پلازمېنه بيجنګ کې پيل شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړى دى.

په افغان پلاوي کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مرستيالان هم شامل دي.

تر دې مخکې د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، هېواد يې هڅه کوي چې د دواړو ګاونډيانو (افغانستان او پاکستان) په اړيکو کې ښه والى راشي.

د سرچينې په وينا، د چين د بهرنيو چارو وزير به خپل افغان او پاکستاني سيالان د کابل او اسلام اباد تر منځ د لانجو کمولو ته وهڅوي او کوښښ به وشي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې را کمې شي.

login or register a new account.