کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه پيل شوه.
دا غونډه نن (د مرغومي ٥مه) د چين د بهرنيو چارو وزارت په کوربه توب د دغه هېواد په پلازمېنه بيجنګ کې پيل شوې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړى دى.
په افغان پلاوي کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مرستيالان هم شامل دي.
تر دې مخکې د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، هېواد يې هڅه کوي چې د دواړو ګاونډيانو (افغانستان او پاکستان) په اړيکو کې ښه والى راشي.
د سرچينې په وينا، د چين د بهرنيو چارو وزير به خپل افغان او پاکستاني سيالان د کابل او اسلام اباد تر منځ د لانجو کمولو ته وهڅوي او کوښښ به وشي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې را کمې شي.
login or register a new account.