کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : ايراني سرچينو خبر ورکړى چې د ايران له خوا د سوريې جګړو ته له لېږل شوو افغانانو څخه يې دوه زره وژل شوي او تر اتو زرو پورې نور ټپيان دي.
د افغانانو دغه ډله فاطميون نومېږي چې د ايران د ځانګړي ځواک سپاه پاسداران له خوا د لوړو امتيازاتو په بدل کې د سوريې جګړو ته لېـږل کېږي.
د ايران حکومت دغه کار د اهل تشيع اړونده (د اسلام د سپېڅلو ځايونو د ساتنې جهاد) بولي.
د فاطميون لوا يوه مسوول زهير مجاهد ايرانۍ ورځپاڼې شرق سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې تر اوسه د سوريې په جګړه کې دوه زره افغانان وژل شوي او شاوخوا اته زره نور ټپيان شوي هم دي.
د فاطميون د لوا افغان جنګيالي د سوريې جګړې کې د ګډون لپاره ځي او هلته د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو تر څنګ د هغوی له وسله والو مخالفانو سره جګړه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق څه موده مخکې په ايران کې د يوې پراخې غونډې پر مهال په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې وه.
د هغه يادو څرګندونو په افغانستان کې د خلکو غبرګونونه را وپارول او د ملي شورا له خوا پرې سختې نيوکې وشوې.
د افغانستان حکومت څو ځلې له ايران څخه غوښتنه کړې ده چې ددې کار مخه ونيسي.
د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي تر دې مخکې ويلي و چې د محقق څرګندونې د هغه شخصي نظر دى او د افغان حکومت استازيتوب نه شي کولى.
هغه زياته کړې وه، دوی له هغو هېوادونو سره چې افغان کډوال په کې ژوند کوي، اړيکه کې دي او بايد هلته د مېشتو افغانانو له احساساتو او ستونزو د سياسي اهدافو لپاره ګټه پورته نه کړل شي.
login or register a new account.