ژبه

افغان او ترکمنستاني چارواکو د برېښنا برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): افغان او ترکمنستاني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې د برېښنا پروژو عملي کولو لپاره له ترکمنستانه یو پلاوی کابل ته راشي.

د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د انرژۍ له وزیر اننه ګیلدي سپروف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د برېښنايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، ملا عبدالحق همکار د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې د چارو د روان بهیر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د دې سترې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه کېږي چې چارې به یې د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي د ترکمنستان له حکومت او اړوندو ادارو مننه کړې چې د برېښنايي پروژو برخه کې یې له افغانستان سره تل ښه تفاهم، همغږي او همکاري کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، بل لور ته د ترکمنستان د انرژی وزیر هم ټینګار کړی چې افغانستان د ترکمنستان لپاره ځانګړی لومړیتوب او ارزښت لري.

هغه زیاته کړه چې د ترکمنستان ولسمشر هم افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري؛ ځکه افغانستان د ترکمنستان ښه او مهم ګاونډی هېواد دی.

سرچینې لیکلي، د ترکمنستان لوري دغه‌راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به برېښنا په نورمال ډول دوام ولري.

دغه شرکت لیکلي ترکمن چارواکو ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي او د برېښنا د نوو پروژو طرحې به له ځان سره راوړي چې له تفاهم او هوکړې وروسته به یې عملي چارې پیل شي.