ژبه

د افغان کډوالو د مودې غځولو په اړه د پاکستان پر قانع کولو ټينکار وشو

کابل(پژواک، ١٨ مرغومى ٩٦): د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هيله څرګنده کړې چې پاکستان به د خبرو، سياسي او ديپلوماتيکو لارو په دې قانع شي چې هلته د افغان کډوالو د مېشتېدنې موده وغځوي.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ په خپله خاوره کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده يوه مياشت وغځوله.

د ياد شوي وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل، نن (د مرغومي ١٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په دې وزارت کې د کډوالو د بېرته ستنېدو د بېړني حالات لپاره له پاکستان سره د خبرو او چمتووالي په موخه د افغان دولت له لوري د يوې مشخصې طرحې رامنځته کولو غونډه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر مشرې فتيحه عبدالله، د کډوالۍ نړيوال سازمان دفتر مرستيالې مېرمن سارا ، د کډوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، د افغانستان ملي امنيت شورا، بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو استازو ګډون کړى وو.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي هم د راستنېدونکو بېړني حالت ته د چمتووالي په اړه د پاکستان د قانع کولو په موخه پر سياسي اقدام ټينګار وکړ.

د کډوالو چارو وزارت مرستيال هم وويل چې په پاکستان کې د نا قانونه کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ روانه ده، تر اوسه پورې ٧٠٠ زره تنه ثبت شوي او ټاکل شوې چې دا شمېره ٩٠٠ زرو ته لوړه شي.

د هغه په خبره، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو  نښې نه دي ليدل شوې او هيله ده چې د کډوالو کارتونه به تر شپږو نورو مياشتو پورې بشپړ شي.

د بهرنيو  چارو وزارت د افغانستان د ديپلوماتيکو هڅو يادونه وکړه او ويې ويل چې افغان سفارت له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر، د خپلې ادارې اندېښنې بيان کړې او ويې ويل چې د دغې چارې حل او کنټرول يې په کاري لومړيتوبونو کې راځي.

د کډوالو نړيوالې ادارې د دفتر مرستيال هم د دغې ادارې د عمومي مشر اندېښنې يادې کړې او زياته يې کړه چې په جينوا کې د ملګرو متلونو د کډوالو نړيوال سازمان مرکزي اداره د هر ډول مرستې لپاره چمتووالى لري.

په دې ناسته کې د ولسمشر ځانګړي استازي هم د نظر بدلولو او بېړني حالت ته د چمتووالي په اړه د پاکستان د قانع کولو په موخه پر سياسي اقدام ټينګار وکړ.

login or register a new account.