کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦) : د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوالو جام سياليو په يوه لوبه کې ايرلينډ افغانستان ته ماتې ورکړه.
د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ په نيوزيلينډ کې روانې دي او ګډون کوونکې لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلينډ سره دى.
د هېواد ١٩ کلنې ملې لوبډلې نن د خپل ګروپ درېيمه لوبه له ايرلينډ سره ترسره کړه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د ايرلينډ لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٤ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٢٥ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې له لوري وفادار او قيس احمد درې درې لوبغاړي وسوځول.
د ١٩ کلنو ملي لوبډله د ياد هدف ترلاسه کولو ته نږدې شوې وه، خو په پنځوسم اوور کې يې ټول لوبغاړي په ٢٢٠ منډو وسوځېدل او دغه راز ايرلينډ دا لوبه د څلورو منډو په توپير سره وګټله.
په روانو سياليو کې دا د ايرلينډ لومړۍ بريا او د افغانستان لومړۍ ماتې وه.
افغانستان تر دې مخکې پاکستان او سريلانکا ته ماتې ورکړې او دويم پړاو ته يې لاره موندلې ده.
login or register a new account.