کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): د "سي بي ار" له لارې د فوايد عامې وزارت د لابراتوارونو رييس د مقررۍ پروسې دوه کاله وخت واخيست، خو په پاى کې د ناڅرګندو دلايلو له مخې دغې څوکۍ ته بريالى شوى تن ونه منل شو.
دوړتياوو لوړالى د پايلو لپاره پروګرام"سي بي ار" شاوخوا درې کاله وړاندې پيل شوى او په ملکي ادارو کې د لوړپوړو چارواکو د استخدام چارې د همدې پروګرام له لارې تر سره کېږي.
مېر عالم حريفال وايي، د ۱۳۹۱ کال په مرغومي مياشت کې د ازادۍ سيالۍ له لارې د فوايد عامې وزارت د لابراتوارونو رييس وټاکل شو، خو د ١٣٩٤ کال په ليندۍ مياشتې کې دغه بست د "سي بي ار" له لارې اعلان ته ورکړل شو.
ده وويل چې يو کال وروسته دهمدې پروګرام له لارې پر دې بست د ګومارنې لپاره ازموينه واخيستل شوه چې ده په کې(۸۲.۷) نومرې تر لاسه کړي اوله ده سره په ازموينه کې دوو نورو ګډون کوونکو د برياليتوب نومرې تر لاسه نه کړې.
د هغه په وينا،د روان کال په غويي مياشت کې سي بي ار او يوې بهرنۍ کمپنۍ (HR-Firm) چې د ازموينې د کيفيت کنټرول کوي، د ازموينې پايله تاييد کړه.
دى وايي چې دغه پروسه د "سازشونو او پلمو" له امله ځنډول کېده او څو مياشتې وروسته (په لړم مياشت کې) د ازموينې پايلې ولسمشر ته واستول شوې.
خو هغه زياتوي چې اوس په اداري اصلاحاتو کمېسيون او فوايدعامې وزارت کې د "ځينو کسانو د توطئې له مخې"دغه ازموينه لغوه شوې او ياد شوی بست بيا اعلان ته سپارل شوى دى. دى د دغو توطئو په اړه جزييات نه ورکوي.
د سي بي ار پروګرام له لارې د استخدام چارې د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا تر سره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن