منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حريفال: په ازموينه کې بريالى شوم خو څوک مې د رئيس په توګه نه مني

· ۵ دقیقې لوستل · ۲۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦): د "سي بي ار" له لارې د فوايد عامې وزارت د لابراتوارونو رييس د مقررۍ پروسې دوه کاله وخت واخيست، خو په پاى کې د ناڅرګندو دلايلو له مخې دغې څوکۍ ته بريالى شوى تن ونه منل شو.

دوړتياوو لوړالى د پايلو لپاره پروګرام"سي بي ار" شاوخوا درې کاله وړاندې پيل شوى او په ملکي ادارو کې د لوړپوړو چارواکو د استخدام چارې د همدې پروګرام له لارې تر سره کېږي.

مېر عالم حريفال وايي، د ۱۳۹۱ کال په مرغومي مياشت کې د ازادۍ سيالۍ له لارې د فوايد عامې وزارت د لابراتوارونو رييس وټاکل شو، خو د ١٣٩٤ کال په ليندۍ مياشتې کې دغه بست د "سي بي ار" له لارې اعلان ته ورکړل شو.

ده وويل چې يو کال وروسته دهمدې پروګرام له لارې پر دې بست د ګومارنې لپاره ازموينه واخيستل شوه چې ده په کې(۸۲.۷) نومرې تر لاسه کړي اوله ده سره په ازموينه کې دوو نورو ګډون کوونکو د برياليتوب نومرې تر لاسه نه کړې.

د هغه په وينا،د روان کال په غويي مياشت کې سي بي ار او يوې بهرنۍ کمپنۍ (HR-Firm) چې د ازموينې د کيفيت کنټرول کوي، د ازموينې پايله تاييد کړه.

دى وايي چې دغه پروسه د "سازشونو او پلمو" له امله ځنډول کېده او څو مياشتې وروسته (په لړم مياشت کې) د ازموينې پايلې ولسمشر ته واستول شوې.

خو هغه زياتوي چې اوس په اداري اصلاحاتو کمېسيون او فوايدعامې وزارت کې د "ځينو کسانو د توطئې له مخې"دغه ازموينه لغوه شوې او ياد شوی بست بيا اعلان ته سپارل شوى دى. دى د دغو توطئو په اړه جزييات نه ورکوي.

د سي بي ار پروګرام  له لارې د استخدام چارې د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا تر سره  کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون په مکتوب کې چې د روان کال د لړم په وروستيو کې يې د فوايد عامې وزارت ته استولى،راغلي چې ولسمشر د "سي بي ار" له لارې د فوايدعامې وزارت د لابراتوارونو د رييس په توګه د ميرعالم حريفال وړانديز نه دى تاييد کړى او هدايت يې کړى چې دغه بست دې بيا اعلان ته ورکړل شي.

خو حريفال وايي چې په دې اړه د ولسمشر ليکلى هدايت نشته او د ولسمشر د فرمان له مخې، د ولسمشر هغه هدايتونه پلي کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر عمومي رياست کې ثبت وي.

په دې فرمان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر عمومي رياست د ولسمشر د کتبي هدايتونو په ثبت، ابلاغ او تحقق مکلف شوى او په کې راغلي:"د ولسمشر هغه ليکلي هدايتونه قانوني اعتبار نه لري چې د جمهوري رياست د دفتر عمومي رياست کې ثبت نه وي."

د حريفال په اند، هغه کسان چې ياد بست يې بيا اعلان ته سپارلى، د ولسمشر له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي اودغه فرمان ته په پام هغه مکتوب هم قانوني بڼه نه لري چې د دې بست د بيا اعلان په موخه صادر شوى دى.

د ولسمشر د وياندد دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي، د فوايد عامې وزارت د لابراتوارونو د رييس په توګه د حريفال د نه تاييد په اړه بايد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون معلومات ورکړي، ځکه چې دغه پروسه همدغه کمېسيون پر مخ وړې ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مطبوعاتي مسوول فريداحمد وايي، دا د ولسمشر له قانوني واکونو څخه دي چې د چا د مقررۍ وړانديز تاييدوي او که ردوي.

دى په دې اړه د ولسمشر د ليکلي هدايت په تړاو وايي: "کله چې { ولسمشر} کوم وړانديز لاسليک نه کړي، نو د رد معنی لري."

دی زياتوي: "ولسمشر د هر چا په اړه له مختلفو ادارو څخه معلومات لري... که څوک کومې ادارې ته معرفي کېږي ولسمشر د هغوی په اړه معلومات لري او خپل ملاحظات لري، همدغه چې د دې کس مکتوب يې نه دی لاسليک کړی، کېدای شي کومه خاصه ملاحظه او کوم خاص راپور به لري."

دی په دې اړه چې ولې پر ياد بست د مقررۍ چارو دوه کاله وخت نيولى، وايي چې  مخکې د سي بي ار پروسې د مقرريو په برخه کې څه ستونزې وې او ډېر وخت به يې نېوه.  

دی وايي:"کله به چې يو بست اعلان شو نو په اړه يې بېلابېل شکايتونه کېدل او د شکايتونو څېړلو به ډېر وخت نيوه، خو اوس پرېکړه شوې چې د بست او په اړه يې د شکايتونو د څېړلو موده بايد د ۳۸ ورځو په موده کې بشپړه شي."

 

د فوايد عامې وزارت وياند مهدي روحاني وايي، کله چې دغه بست د سي بي ار پروسې له لارې اعلان ته وسپارل شو، له دې سره سره چې "ځينې ستونزې" يې هم لرلې، پايلې يې د فوايد عامې وزارت له خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته ولېږل شوې او دغې ادارې ولسمشر ته واستولې، خو ولسمشر تاييد نه کړې او د اداري اصلاحاتو کمېسيون د مکتوب پر بنسټ دغه بست بيا اعلان ته سپارل شوى دى.

مهدي ونه ويل چې يادې ستونزې کومې دي، خو د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې خلک د سړکونو د کيفيت له خرابوالي سرټکوي.

يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د حريفال د مقررۍ له دوسيې سره يو ځاى يوه ليکنه هم ولسمشر ته استول شوې او په دې ليکنه کې راغلي چې د حريفال ورور د لابراتورونو خصوصي شرکت لري او حريفال ځينې قراردادونه خپل ورور ته ورکړي دي.

د سرچينې په وينا، همدا لامل دى چې ولسمشر د لابراتوارونو د مشر په توګه دحريفال ټاکل نه دي تاييد کړي.

حريفال دا مني چې ورور يې په ١٣٨٤ هجري لمريز کال کې، هغه مهال چى ده (حريفال) په ياد وزارت کې دنده نه لرله، د ساختماني توکو د لابراتوارخصوصي شرکت جوړ کړى، خو زياتوي چې ده يې ورور ته هېڅ کوم قرارداد نه دى ورکړى.

خو د فوايد عامې وزارت وياند وايي چې دغه وزارت داسې کومه ليکنه چې ګواکې د حريفال ورور د ودانيزو توکو د لابراتوارونو خصوصي شرکت لري او قراردادونه يې خپل ورور ته ورکړي، ولسمشر ته نه ده استولې.

کله چې له مهدي وپوښتل شول چې ايا حريفال يې د ورور خصوصي شرکت ته قرارداد ورکړى او که نه؟ او که يې ورکړى وي، نو اسناد يې له پژواک سره شريک کړي، وويل:"ما ته لس دقيقې وخت راکړئ چې معلومات وکړم."

تر دې وروسته مو د درېيو ورځو په اوږدو کې څو ځله مهدي ته ټيلېفون وکړ، تر څو په دې  اړه معلومات راکړي، خو ځواب يې رانه کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه