ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تګاب کې د چاودنې له امله يو سرتېرى وژل شوى او درې ژوبل دي

په تګاب کې د چاودنې له امله يو سرتېرى وژل شوى او درې ژوبل دي

author avatar
21 Jan 2018 - 19:22
په تګاب کې د چاودنې له امله يو سرتېرى وژل شوى او درې ژوبل دي
author avatar
21 Jan 2018 - 19:22

محمودراقي (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن مازيګر د تګاب د شاتور په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو د ګډې ګزمې پر موټرو شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي، دغه راز له پېښې وروسته وسله والو هوايي ډزې کړې چې د سیمې یو ملکي وګړي هم په کې ټپي شوی دی.

د نوموړي په وينا، د تګاب سوېلي سیمې له وسله والو مخالفینو څخه له تېر یو کال راهیسې پاکې شوې دي، خو په ځینو وختونو کې د سړکونو په غاړه ماینونه ځای پر ځای کوي چې په دې اړه د دوی څېړنې پیل شوې دي.

بل خوا د حاجي غلام نبي په نوم د تګاب یوه اوسېدونکي، پژواک ته وويل چې نن له کابل څخه تګاب ته د سروبي د لارې روان و، چې د تګاب د شاتور په سیمه کې د  سيمه يیزو پولیسو او وسله والو تر منځ ډزې روانې وې او د څو ساعتونو لپاره د سروبي او تګاب لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.