ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې ۵۶ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځای شول

کاپيسا کې ۵۶ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځای شول

author avatar
22 Jan 2018 - 17:10
کاپيسا کې ۵۶ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځای شول
author avatar
22 Jan 2018 - 17:10

محمود راقي (پژواک، ٢ سلواغه ٩٦) : چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې ددولت ٥٦ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د کاپيسا د سولې د ولايتي کمېټې مسوول مولوي عبدالمومن مسلم د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو کسانو د کوهبند ولسوالۍ د چپې درې او ملنګ خېلو په سيمو کې فعاليتونه کول.

هغه زياته کړه،د سولې له پروسې سره يو ځای شوي ټول کسان وسله وال مخالفين ووچې په سيمه کې يې ددولت ضد وسله وال فعاليتونه کول.

نوموړي وويل،دوى د امنيتي او کشفي ارګانونو له پلټنو او د سولې شورا د هلو ځلو په پايله کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

مولوي مسلم وايي چې دوى له ځانه سره راوړې ٣٠ ميله وسلې هم دولت ته وسپارلې.

د کاپيسا د سولې د پروسې مشر وايي،اوسمهال له دوی سره نغدې مرسته نه ده شوې يواځې نومونه يې ليکل شوي چې وروسته به یا د ملي امنیت، یا د سولې د عالي شورا له خوا له دوی سره مرسته وشي.

د سولې له پروسې سره يو ځای شوي غيرت شاه وايي چې پخوا يې له  وسله والو مخالفينو سره کار کاوه ، د شپې پر مهال به يې د نجراب، کوهبند، اله سای په غرنيو سیمو کې فعاليتونه کول او کله کله به يې د ولايت پر مرکز هم بريدونو کې برخه اخيستله.

هغه پژواک ته وويل چې اوس په هېواد کې د جګړې اړتيا نشته، دوى بايد د سولې او بيا ابادۍ لپاره کار  وکړي .

نوموړي له نظام او حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د کاپيسا والي عبداللطيف مراد په دې مراسمو کې د سولې پروسې سره يو ځاى شويو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ورسره ژمنه وکړه چې د سولې او امنيت لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.