کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۵): نن په کابل ښار کې د تېرې اونۍ د شنبې ورځې په پرتله د هندي بورې بیه ټیټه شوې، خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د اوو ورځې مخکې په پرتله د وارداتو د زیاتېدو له امله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې د عمده پلور بیه له ۳۷۰۰ افغانیو څخه ۳۴۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو هغه وایي، نن د تېرې شنبې په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقايي تور چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځینو توکو د پرچون او عمده پلور بیو ترمنځ په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو نورو کې ډېر توپیر لیدل کېږي.
د کابل ښار د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۳۰ افغانۍ پلوري.
نفتي توکي
د کابل ښار د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم د اوو ورځو مخکې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۳ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۶۳ افغانۍ ده.
دغه راز، د کابل ښار د دهنباغ یوه دوکاندار محمدجان امین وایي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۵۷ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیې
د کابل ښار د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو د یو ګرام بیه له ۷۶۲۵ افغانیو څخه ۷۷۰۰ افغانیو ته او د ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو د یو ګرام بیه له ۶۰۷۰ افغانیو څخه ۶۱۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د زرګرانو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون د نړۍوالو بازارونو له بدلونونو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرا کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین د معلوماتو له مخې، نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۳ اعشاریه ۸۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۰ افغانۍ تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي په ۱۲مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۰ افغانۍ تبادله کېدې.