کابل (پژواک،١٠ سلواغه ٩٦) : د ناټو سرمنشي وايي، اوس ددې وخت رارسېدلى چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې دوه برابره زياتې شي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د افغانستان د وروستيو پېښو په غبرګون کړې دي چې په ترڅ کې يې سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
هغه زياته کړه چې د ناټو سازمان له افغانستان سره دى او خپله خواخوږي او يووالى ورسره څرګندوي.
نوموړي د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وړاندې کړى او د ټپيانو د ژر رغېدا هيله يې څرګنده کړې ده.
د ناټو سرمنشي د افغان امنيتي ځواکونو د سرښندنې او مېړانې ستاينه کړې او ويلي يې دي چې دوى په ټول هېواد کې له خپلو خلکو څخه په ښه توګه دفاع کوي.
جينز سټولټنبرګ وايي، ناټو سازمان ژمن دى چې په اوږدمهال کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه اعلان کړى چې په افغانستان کې به د ناټو د روزنې د ماموريت ظرفيت لوړوي، څو افغان ځواکونه په ښه توګه روزنه ترلاسه کړي.
د ناټو سرمنشي ويلي،د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاينې لپاره بايد هڅې دوه برابره زياتې شي .
ده زياته کړې : (( يو با ثباته افغانستان زموږ د ټولو په ګټه دى، د سيمې ټول هېوادونه بايد په دې برخه کې خپل مثبت رول ترسره کړي. ))
د هغه په وينا، ناټو به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د سولې ترلاسه کولو لپاره به له افغانانو سره ولاړ وي .
login or register a new account.