کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦) : د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله به د نړيوال جام سياليو درېيم مقام لپاره له پاکستان سره لوبه کوي.
د افغانستان او پاکستان د ١٩ کلنو لوبډلې د دې سياليو نيمه پاى لوبې ته وتلې وې، خو دواړو لوبډلو نيمه پاى لوبې بايلودې. اسټراليا له افغانستان څخه او هندوستان له پاکستان څخه د نيمه پاى لوبې سيالي وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي چې د دې سياليو د درېيم مقام لپاره به د افغانستان او پاکستان د ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شي.
هغه زياته کړه،ددې لوبې ګټونکې لوبډله به درېيم مقام او بايلېدونکې لوبډله به څلورم مقام خپل کړي.
هوتک وايي، افغانستان په ګروپي سياليو کې او له دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته ماتې ورکړې او ددغه هېواد لوبډله د افغانستان پر وړاندې تر ستر فشار لاندې ده.
د کرکټ د چارو کارپوه رحيم ګل څاروان وايي چې د اسټراليا پر وړاندې افغان لوبډلې ښه پيل کړى و، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.
هغه پژواک ته وويل، په دې لوبه کې ځينو مهمو لوبغاړو سمه لوبه ونه کړه چې له امله يې لوبه له لاسه ووتله.
څاروان وايي چې افغان ١٩ کلنې لوبډلې په دې وروستيو کې له پاکستانه ډېرې لوبې ګټلې دي او هيله يې څرګنده کړه چې دا لوبه به هم وګټي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درېيم مقام لپاره لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
افغانستان په داسې حال کې د درېيم او څلورم مقام لپاره لوبه کوي چې په تېر نړيوال جام کې يې نهم مقام خپل کړى و.