کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦) : وسله والو طالبانو د سولې د خبرو د نه کولو په اړه د ا مريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى دى.
په تېرو نږدې دوو اوونيو کې وسله والو طالبانو پر کابل خونړي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.
د دغو بريدونو او پېښو په غبرګون کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وسله والو طالبانو سره هر ډول خبرې رد کړې دي.
ټرمپ چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هېوادونو له استازو سره يې خبرې کولې، زياته کړې: (( طالبانو سره نور خبرې نه کېږي او نه هم موږ دا غواړو، يواځې موږ کولى شو چې له منځه يې يوسو، نور څوک يې نه شي کولى او موږ دا وړتيا لرو.))
د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د سلواغې په ١٠مه، د ټرمپ د يادو څرګندونو په اړه يوه خبرپاڼه رسنيو ته لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغو څرګندونو سره دوى يو ځل بيا د جګړې په اړه خپل دريځ روښانه کړ.
دوى زياته کړې : (( موږ پخوا هم ويلي چې د جګړې او سولې اصلي واک له کابل سره نه، بلکې له امريکا سره دى او د ټرمپ نوې څرګندونو دا خبره نوره هم روښانه کړه.))
دوى ادعا کړې چې امريکا او پلويان يې تش په خوله د سولې نارې وهي او اصلي ستراتيژي يې د جګړې دوام دى .
طالبانو ويلي چې امريکا سوله رده کړې؛ نو د جګړې د دوام ټول مسووليت هم د دوى پر غاړه دى .
طالبانو ويلي، سوله ييز ژوند ددوى ستر هدف دى، خو ادعا يې کړې چې د خپلې مبارزې په پايله کې به بهرنيان د خبرو مېز ته چمتو کړي.
د طالبانو د ملا رسول ډلې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټرمپ يادې څرګندونې رد کړي او دا يې د جګړې د دوام په معنا بللې دي.
ددغې ډلې د يوه غړي ملا عبدالرحمن نيازي له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امريکا ولسمشر د جګړې د دوام په بهانه غواړي په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي.
د ملا رسول ډلې له امريکا غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي او افغانان پرېږدي چې د بين الافغاني تفاهم له لارې خپلې شخړې هوارې کړي.
خو د افغانستان د علماوو شورا نن په کابل کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې پر سولې ټينګار وکړ او سوله يې د روانې شخړې يواځينۍ حل لاره وبلله.