کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس، د روان ۲۰۱۸ زېږديز کال په لومړۍ (جنوري) مياشت کې نږدې ٦٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ يا CPAG له خوا د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جنوري په مياشت کې په ټول هېواد کې ۲۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۶۴ نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې میاشت کې تر ټولو لوی بریدونه په کابل کې د وسله والو طالبانو له لوري ترسره شوي چې سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ګروپ د یادې میاشتې موندنې ښيي چې په دغو بريدونو کې يواځې په کابل کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۳۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، له کابل وروسته ننګرهار دويم ولايت بلل شوی چې ملکي کسانو ته په کې د ځانمرګو بریدونو، هوايي بمباريو او د حکومت او وسله والو مخالفو ډلو تر منځ په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياد ګروپ ويلي، د دې مرګ ژوبلې تر ټولو زياته برخه د ځانمرګو بریدونو له امله رامنځته شوې چې وسله والو طالبانو يې مسووليت منلی و.
همدارنګه د وسله والو مخالفينو په بريدونو، د ځمکنيو عملياتو، هوايي بمباريو او ماين چاودنو کې هم د هرات، غزني، زابل، فراه، کندوز او جوزجان په ګډون د افغانستان ۱۸ ولايتونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو او د وسله والو ډلو له لوري په ښارونو کې د ځانمرګي بریدونه ترسره کولو په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې یې ده، که چېرې حکومت د خلکو امنيت ساتلو کې جدي او مسلکي ګامونه وا نه خلي، نو د روان کال پاتې نورې مياشتې به تر دې هم خطرناکې ثابتې شي.
د دغه ګروپ استازي، د وسله والو طالبانو وروستي بریدونونه له اسلام څخه لرې کار بولي او وايي چې اسلام په بشپړه توګه د بېګناه انسانانو وژنه منعه کړې او دا ډول فعاليتونه يې حرام کڼلي دي.
خو د کابل د صدارت څلورلارې تر خونړي بريد وروسته چې نږدې ٣٥٠ کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، وسله والو طالبانو په يوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوى هدف پوليس وو او ډېره مرګ ژوبله هم هغوى ته اوښتې وه.
login or register a new account.