ژبه

د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل

لښکرګاه (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٦): په هلمند کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د قربانیانو د کورنۍ يو غړی حاجي عبد الاحمد چې نن يې د مړو شوي کسانو جسدونه لښکرګاه ته د اعتراض په ډول راوړي وو، وايي چې تېره ورځ ناوخته د نادعلي ولسوالۍ د تريخ ناور سيمو کې يو هاوان ولګېد، چې په دې پېښه کې دوه ښځې او دوه نارينه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په ټپيانو کې دوه ماشومان او يوه مېرمنه ده چې هاوان د امنيتي ځواکونو له خوا ور فير شوی دی.

حاجي عبدالکريم هم د وژل شويو او ټپيانو د کورنۍ غړی دى چې پژواک ته يې وويل، دغه کور د جګړې کرښې ته نږدې و، چې د جګړې پر مهال د هاوان مرمۍ په کې لګېدلې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، له پېښې خبر شوي دي، خو په دې نه دي خبر چې فير شوی هاوان له کومې خوا شوى دی.

د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايي، پېښه په يوه کور کې د طالبانو​ له خوا د خښ شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې او يادې کورنۍ ته يې تلفات اړولي دي.

نوموړي د هاوان د لګېدو خبره رد کړه.

د ايمريجنسي روغتون مسوولين وايي، دوی ته له دې پېښې څخه دوه ماشومان او یوه​ مېرمن په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

د یادولو ده چې په ياده سيمه کې له تېرې اونۍ راهيسې عمليات روان دي، چې نهه تازه پوستې په کې جوړې شوې دي او شاوخوا لس کيلومتره سيمه يې له طالبانو تصفیه کړې ده.

login or register a new account.