ژبه

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦) : د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله په نړيوال جام کې د څلورم مقام له خپلولو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ چې تېره مياشت په نيوزيلينډ کې پيل شوې وې، نن د هندوستان په بريا سره پاى ته ورسېدې.

د هېواد دکرکټ ١٩ کلنې لوبډلې په ګروپي سياليو کې پاکستان او سريلانکا ته تر ماتې ورکولو وروسته دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، په دويم پړاو کې يې کوربه پياوړې لوبـډلې نيوزيلينډ ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې نيمه پاى لوبې ته لاره وموندله.

په نيمه پاى لوبه کې استراليا افغانستان ته ماتې ورکړه، خو د درېيم او څلورم مقام لپاره افغانستان بيا له پاکستان سره مخامخ شو.

خو په هغه ورځ په نيوزيلينډ کې د باران له امله د کرکټ نړيوالې شورا د قانون له مخې، په ګروپ کې د لومړي مقام ترلاسه کولو له امله پاکستان ته درېيم او افغانستان ته څلورم مقام ورکړ.

 د ١٩ کلنو ملي لوبډله نن د سلواغې په ١٤مه، تر غرمې وروسته کله چې په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده؛ نو د کرکټ بورډ د مسوولينو او مينه والو له خوا يې تود هرکلى وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي په هوايي ډګر کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د ١٩ کلنې لوبډلې د لوبو او برياوو ستاينه وکړه.

هغه زياته کړه چې د دې نړيوالو سياليو لپاره له تېرو دوو کلونو راهيسې چمتووالى روان و، په ١٦ ولايتونو کې لومړى ٨٠ لوبغاړي غوره شول او بيا تر لوبو او تمريناتو وروسته له دوى څخه د ١٩ کلنو ملي لوبډله جوړه شوه.

ستانکزي وويل، همدې لوبډلې اسيايي جام وګاټه او د نړيوال جام د ګټلو په نيت نيوزيلينډ ته تللې وه.

خو هغه زياته کړه،ګټل مهم  نه دي د لوبغاړو ښه لوبه چې د نړيوالو پاملرنه يې راجلب کړه دا ډېره مهمه ده.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر نوين الحق وويل چې لوبډله يې پياوړې وه او له بشپړ چمتوالي سره تللي وو، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د کابل وروستۍ پېښې هم د لوبغاړو پر لوبې ناوړه اغېزه کړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع