کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦) : د ميدان وردګو چارواکي وايي چې په دې ولايت کې هم د چرګانو انفلوانزوا درې پېښې ثبت شوې دي.
ددې ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل د سلواغې په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپرست مرستيال والي ډاکتر محمدامين مبلغ په مشرۍ د زونوسيس ناروغيو د مخنيوي په اړه فوق العاده ناسته تر سره شوه.
هغه زياته کړه، په دغه ناسته کې د عامې روغتيا، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو، د حيواني ناروغيو متخصصينو او د امنيتي ارګانونو استازو ګډون کړی وو.
منګل وايي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس حبيب الله حبيبي وويل چې د دې رياست تخنيکي ټيمونو د لابراتواري پايلو پر بنسټ له بده مرغه د ميدان ښار په ځينو سيمو کې د چرګانو د انفلوانزا ناروغۍ درې مثبت پېښې تثبيت شوې دي.
د حبيبي د معلوماتو له مخې، د چرګانو انفلوانزا خطرناکه ساري ناروغې ده، چې په ډېره چټکتيا سره انتقالېږي، په لومړيو کې په کورنيو چرګانو، فيل مرغانو، کوترو او نورو زينتي مرغانو کې ځای نيسي او وروسته کولی شي چې انسانانو ته سرايت وکړي.
د ميدان وردګو د عامې روغتيا رييس محمد سالم اصغرخېل د چرګانو د انفلوانزا يوه ساري ناروغي ياده کړه او ويې ويل، څومره چې ژر کېدای شی بايد د دې ناروغۍ مخه ونيول شي.
د هغه په وينا، نه يوازې دا چې د مرغانو ژوند ته خطردی ، بلکې د انسانانو ژوند ته لوی ګواښ دی ، ټول خلک د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په مخنيوي کې بايد خپله ونډه واخلي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي .
تر دې مخکې دا ډول ناروغي په خوست ولايت کې هم رامنځته شوې وه.
login or register a new account.