ژبه

افغانستان د کرکټ په شل اووریزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۶) : افغانستان دکرکټ په یوه شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د متحده عربي اماراتو د شارجې په ښار کې ترسره شوه.

دافغانستان لوبډلې ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې دتوپ اچونې پریکړه وکړه، دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله دزمبابوې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۲۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري راشد خان درې، شرف الدین اشرف او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبډلې یاد هدف په پنځلسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلوترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري محمد نبي ۴۰ ، شهزاد محمدي ۲۰ شرف الدین اشرف ۱۸ او شفیق الله شفق ۱۴ منډې وکړې.

ورته موضوع