ژبه

افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۶) : افغانستان دکرکټ په دویمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه او ددوو لوبولړۍ یې وګټله.

دا دویمه لوبه نن هم د متحده عربي اماراتو د شارجې په ښار کې ترسره شوه.

د زمبابوي لوبډلې ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه، د افغانستان لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹ نهولوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې .

دافغانستان له لوري محمدنبي یوځل بیا ښه وځلید او ۴۵ منډې یې جوړې کړې. دغه راز کریم صادق ۲۸، اصغر ستانکزی ۲۷ او نجیب ځدراڼ ۲۴ منډې جوړې کړې.

دزمبابوي لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او لوبډله یې په ۲۰ اورونو کې د پنځولوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۴۱ منډې جوړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۷ منډوپه توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري، راشد خان او مجیب ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي او محمد نبي یولوبغاړی وسوځولو.

محمد نبي یو ځل بيا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پرون هم افغانستان له زمبابوې څخه لومړۍ لوبه ګټلې وه اونن دویمې لوبې ګټلو سره یې ددوو لوبو لړۍ وګټله او داتلولۍ جام یې ترلاسه کړ. 

ورته موضوع