ښرنه(پژواک،٢١سلواغه٩٦): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د تحريک طالبان پاکستان مرستيال او د طالبانو د محسود ډلې مشر خان سيد سجنا له يو شمېر نورو طالبانو سره يو ځاى وژل شوى دى.
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي عيدمحمد د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو پرون د مرغې په سيمه کې د طالبانو پر يو موټر هوايي بريد کړى دى.
عيدمحمد زياته کړه چې په دې بريد کې د پاکستاني طالبانو د محسود ډلې مشر سجنا له خپلو څلورو ساتونکو سره يو ځاى وژل شوى دى.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک ته وويل چې تېره ورځ د مرغې په سيمه کې هوايي بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه طالبان وژل شوي، خو د سجنا د وژنې په اړه يې ناخبري وښوده.
له بلې خوا بیا د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو پر شمالي وزیرستان سربېره د پولې اخوا پر افغان خاوره هم د وسله والو پر مرکزونو برید کړی چې په پايله کې يې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.
دغه ورځپاڼه د استخباراتي چارواکو په حواله ادعا کوي چې د امریکا په ډرون برید کې د افغانستان په مرغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر، خان سید سجنا له خپل وراره سره یوځای وژل شوی دی."
خان سید سجنا د تحریک طالبان د مرستیال مشر ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان «محسود» څانګې مشر هم و.
سجنا د ۲۰۱۳مېلادي کال په مۍ میاشت کې د تحرک طالبان د هغه وخت د مرستیال مشر ولي الرحمن تر وژنې وروسته ددغې ډلې مرستیال مشر شو، چې بیا وروسته د ۲۰۱۴مېلادي کال په اکتوبر کې د امریکا د متحده ایالاتونو له خوا د ترهګرو په لېست کې شامل شو.
د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بې پیلوټه الوتکو په هوایي بریدونو کې زیاتوالى راغلى دى.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې هم امریکایي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پر یوه پتڼځای هوایي بریدونه کړي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP