ژبه

بلجیم کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦) : په اروپا کې مېشتو سلګونو افغانانو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د کابل د وروستيو بريدونو په غبرګون کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.

د روانې سلواغې مياشتې په لومړيو ورځو کې په کابل کې درې خونړي بريدونه وشول چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په بلجيم کې د افغانانو ټولنې يوه مسوول شان پاچا شينواري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل د وروستيو بريدونو او د پاکستان د لاسوهنو په  غبرګون کې پرون دوى د اروپايي پارلمان مخې ته لاريون وکړ.

هغه زياته کړه چې په دغه لاريون کې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو راغلو افغانانو او د کوزې پښتونخوا يو شمېر پښتنو برخه اخيستې وه.

دى وايي چې لاريون والو له ځان سره شعارونه راوړي وو چې په کې د پاکستان او ترهګرۍ پر ضد ليکل شوي وو.

دى وايي چې د لاريون په پاى کې پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې راغلي، پاکستان څه باندې څلور لسيزې کېـږي چې په افغانستان کې پوځي لاسوهنې او ترهګريز بريدونه ترسره کوي او له سخت دريـځۍ او ترهګرۍ څخه د سياسي موخو لپاره کار اخلي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې پاکستان  په خپله خاوره کې د ترهګرو روزنې لپاره په زرګونه مرکزونه او ترهګريزې شبکې جوړ کړې دي .

سرچينې زياته کړې، د نړۍ په هر ګوټ کې چې ترهګريز بريدونه ترسره شوي؛ نو دغو ترهګرو په يو ډول نه يو ډول له پاکستان سره اړيکه لرلې ده چې ډېری څرګندې بېلګې يې په کابل، لندن، مادريد، بلجيم، فرانسه، امريکا او نورو هېوادونو کې ترسره شوي ترهګريز بريدونه دي.

لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې له  نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د اروپايي اتحاديې، اروپايي کمېسيون، اروپايي پارلمان او د امريکا له متحدو ايالتونو غوښتنه کړې چې پاکستان دې په رسمي ډول د يو داسې دولت په توګه وپېژندل شي چې ترهګري، سياسي اهدافو ته د رسېدو لپاره کاروي او له ترهګرو ملاتړ يې د دولت رسمي پاليسي ده .

login or register a new account.