کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۶): وسله والو طالبانو امريکايي ولس ته په یوه لېږل شوي پرانيستي لیک کې په مشروط ډول خبرو اترو ته چمتووالى ښودلى دى.
په پنځو (پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو) ژبو دغه پرانيستی لیک نن د سلواغې په ۲۵مه، د وسله والو طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته لېږل شوی دی.
طالبانو په دې لیک کې د امریکا ولس، د خپلواکو سازمانونو نادولتي چارواکو او د ګانګریس د دوی په وینا، سوله خوښو استازي مخاطب کړي دي.
په لیک کې له امریکایانو غوښتل شوي چې په غور سره یې ولولي او د لیکل شویو واقعیتونو په رڼا کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکی او خپلې ګټې او زيانونه وارزوي.
په لیک کې راغلي چې امریکایي ځواکونه ۱۷ کاله مخکې په ناقانونه توګه افغانستان ته په دې بهانه راغلل، چې د دوی په اصطلاح د ترهګرو له منځه وړل او امنیت ټینګول، د یوه قانونی حکومت رامنځته کول او د قانون پلی کول او د نشه یی توکو له منځه وړل و.
خو د طالبانو په دې لیک کې راغلي، چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې له دې مواردو څخه یې یو هم عملي نه کړ، جګړې او ناامنۍ زیاتې شوې، د نشه یي توکو کر او تولید هم د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوى، د قانوني حکومت هم څرک نشته او فساد خپل اوج ته رسېدلی دی.
طالبانو د امریکا ولس ته ویلي، چې د دوى د مالیې پيسې په کابل کې په فساد کې ککړو چارواکو جیبونو ته ځي او د کابل بانک ۹۰۰ میلیونه ډالره غلا شول.
په لیک کې راغلی چې افغانان له تېرو څلورو لسیزو راهیسي د تحمیلي جګړو په اور کې سوځي، هغوی سولې او عادلانه نظام ته تږي دي، خو د بهرنیانو پر وړاندې له مبارزې ستړي نه دي.
طالبانو د امریکا له ولس او د کانګریس له استازو غوښتي چې پر خپل حکومت فشار راوړي، څو له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
په لیک کې طالبانو امریکا ته ویلي چې دا د جګړې خوښونې سیاست، ستاسو د هېواد لپاره څه ګټه لري؟
وسله والو طالبانو په دې لیک کې زیاته کړې، چې دوی له پیل څخه امریکا ته ویلي وو چې خپلې ستونزې له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.
دوی ویلي: ((زموږ په نظر اوس هم وخت شته، باید امریکايي ولس درک کړي چې طالبان د خپل ولس په استازیتوب کولای شي له هر متنازع جهت سره خپل مشکل د سالم سیاست او ډیالوګ له لارې حل کړي.))
login or register a new account.