کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۶): داسټرالیا ددفاع وزیرې ولسمشر غني سره په کتنه کې په نظامي برخه کې دلوړو زده کړو دبورسونو ورکولو اعلان وکړ.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د استرالیا د دفاع وزیرې ماریس پاین سره په ارګ کې وکتل.
سرچینې ویلي، په دې کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګرجنرال محمدشریف یفتلي هم حضور درلود، دواړو لورو د افغانستان او استرالیا ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د تروریزم پر ضد د مبارزې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې په اړه بحث او خبرې وکړې.
مېرمن ماريس پاین په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په خاطر د استرالیا حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې خواخوږۍ مراتب جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړل. هغې زیاته کړه استرالیا چمتو ده د لوړو زده کړو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د استرالیا د دفاع وزیرې څرګنده کړه، موږ د سولې، تروریزم سره د مبارزې او سیمه ییزې همکارۍ د پراخوالي په برخو کې د افغانستان حکومت د دریځ او ستراتيژۍ ملاتړ کوو او د افغانستان حکومت او خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو.
وروسته جمهوررئیس غني له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې د استرالیا د همکاريو مننه وکړه او هغه یې مهمې او ارزښتناکه وبللې.
دغه راز جمهوررئیس له افغانستان سره د نظامي لوړو زده کړو په برخه کې د استرالیا د مرستو له چمتووالي څخه د مننې ترڅنګ وویل، ملي دفاع وزارت به یې تعقیب کړي.
login or register a new account.