کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦) : پاکستان او روسيې په افغانستان کې د داعش په پراخېدونکو فعاليتونو د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ويلي چې د داعش پر ضد يو پوځي کمېسيون جوړوي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف په مسکو کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره به له پاکستان سره مرسته او همکاري کوي.
هغه زياته کړې، داعش د ټولې سيمې د ګټو لپاره ګواښ دى، خو په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو دغه ګواښ له نظره غورځولى دى.
لاوروف وويل، مسکو په افغانستان کې د داعش د ګواښ پرضد د مېشتو امريکايي او ناټوځواکونو مبارزې ته د شک په سترګه ګوري .
د هغه په وينا، ددوى د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ختيځ کې د داعش شمېره او فعاليتونه ورځ تر بلې زياتېږي او وېره ده چې دوى به منځني اسيا او روسيې ته هم ځانونه رسوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي،د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د اسلام اباد او مسکو د همکاريو په لومړيتوبونو کې ده .
هغه زياته کړې چې د پاکستان او روسيې ځانګړي ځواکونه له تېرو دوو کلونو راهيسې ګډ تمرينات کوي او دا لړۍ به سږ کال هم ادامه ولري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د داعش په اړه د روسيې د بهرنيو چارو د وزير اندېښنې پر ځاى وبللې او په ډاګه يې کړه چې په افغانستان کې د داعش حضور او فعاليتونه بايد له پامه ونه غورځول شي.
د روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو وويل، دوى دداعش د ګواښ پر ضد د مقابلې لپاره د يوه ګډ پوځي کمېسيون پر جوړولو غور کوي.
login or register a new account.