ژبه

پاکستان او روسيه د داعش پر ضد پوځي کمېسيون جوړوي

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦) : پاکستان او روسيې په افغانستان کې د داعش په پراخېدونکو فعاليتونو د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ويلي چې د داعش پر ضد يو پوځي کمېسيون جوړوي.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف په مسکو کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره به له پاکستان سره مرسته او همکاري کوي.

هغه زياته کړې، داعش د ټولې سيمې د ګټو لپاره ګواښ دى، خو په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو دغه ګواښ له نظره غورځولى دى.

لاوروف وويل، مسکو په افغانستان کې د داعش د ګواښ پرضد د مېشتو امريکايي او ناټوځواکونو مبارزې ته د شک په سترګه ګوري .

د هغه په وينا، ددوى د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ختيځ کې د داعش شمېره او فعاليتونه ورځ تر بلې زياتېږي او وېره ده چې دوى به منځني اسيا او روسيې ته هم ځانونه رسوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي،د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د اسلام اباد او مسکو د همکاريو په لومړيتوبونو کې ده .

هغه زياته کړې چې د پاکستان او روسيې ځانګړي ځواکونه له تېرو دوو کلونو راهيسې ګډ تمرينات کوي او دا لړۍ به سږ کال هم ادامه  ولري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د داعش  په اړه د روسيې د بهرنيو چارو د وزير  اندېښنې پر ځاى وبللې او په ډاګه يې کړه چې په افغانستان کې د داعش حضور او فعاليتونه بايد له پامه ونه غورځول شي.

د روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو وويل، دوى دداعش د ګواښ پر ضد د مقابلې لپاره د يوه ګډ پوځي کمېسيون پر جوړولو غور کوي. 

login or register a new account.